د افغانستان آزادۍ جبهې بیانیه – د افغانستان د کدوالو اندېښمن وضعیت

نېټه: د ۲۰۲۵ کال د جون میاشتې ۲۸مه
آزادۍ جبهه د افغانستان د کدوالو د ورځ تر بلې خرابېدونکي وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي. له هغې وروسته چې د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې جمهوري نظام سقوط وکړ، میلیونونه هيوادوالو د ناامنۍ او د سیاسي / اساسي آزادیو د حذف له امله اړ شول چې خپل هېواد پرېږدي. سره له دې چې د افغانستان بشري بحران د نړۍ ټولو هیوادونو ته روښانه دی، د افغانستان پناه غوښتونکي لا هم د پراخو بدرفتاریو، تبعیض، صحرايي محکمو او جبري اخراج او دې ورته د نورو ناوړه چلندونو سره مخ دي، چې دا وضعیت د دوی بشري حقونه او انساني کرامت تر پښو لاندې کوي.
د افغانستان آزادۍ جبهه له ټولو اسلامي هېوادونو او خصوصاً د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو غوښتنه کوي چې د خپلو نړیوالو ژمنو ترڅنګ، د اسلامي او دیني مسئولیتونو مطابق هم عمل وکړي. د میلمه پالنې مبارک سنت، د مظلومانو ملاتړ او اړمنو ته پناه ورکول د اسلام له بنسټیزو ارزښتونو څخه دي. موږ له اسلامي هېوادونو تمه لرو چې د افغانستان له مهاجرینو سره د شفقت، درناوي او اسلامي ورورولۍ پر بنسټ چلند وکړي او له داسې سیاستونو یا اقداماتو ډډه وکړي چې د هغوی د ازار، سپکاوي یا جبري ایستنې لامل کېږي.
آزادۍ جبهه د افغانستان د کدوالو سره د هر ډول بد چلند او جبري ستنولو غندنه کوي او د ترانزيت یا مسیر پر لیکه له کوربه هیوادونو غوښتنه کوي چې د بشري حقونو او پناه غوښتنې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ خپلو مسئولیتونو ته وفادار پاتې شي. د افغانستان اوسنی ناوړه وضعیت؛ لکه هدفي تاوتریخوالی، د افغانستان میشت قومونو او مذهبي اقلیتونو ځپل او د قانوني حاکمیت نه شتون زموږ هېواد په هیڅ شرط د بېرته ستنیدو لپاره خوندي ځای نه دی. زموږ وطن له بدهمرغه د طالبانو د ترهګرې ډلې په ولکه کې اسیر دی، چیرته چې د خلکو ژوند، عزت او کرامت هیڅ ډول تضمین نه لري.
موږ له ملګرو ملتونو، اړوندو بنسټونو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې د افغانستان پناه غوښتونکو او مهاجرینو د ملاتړ لپاره عاجل، عملي او مؤثر اقدامات تر کار لاندې ونیسي. په کار ده دې اقدامات کې د عادلانه پناه غوښتنې بهیر ته د لاسرسي، قانوني ملاتړ او بشري مرستو تضمین هم ور شامل کړي، لکه څرنګه چې په نړیوال تړون او اصولو کې واضح شوي دي.
آزادۍ جبهه افغانستان کې دننه او بهر د ټولو هیوادوالو له حقونو د ملاتړ تعهد بیا تازه کوي او له ټولو ملي او نړیوالو لوبغاړو غواړي چې د افغانستان د پناه غوښتونکو په وړاندې د انساني مکلفيت له مخې، په عدالت، عجله او مسئولانه ډول عمل وکړي.
په درنښت – د افغانستان آزادۍ جبهه