د نېکمرغه لوی اختر د را رسېدو په مناسبت د افغانستان آزادۍ جبهې د مبارکۍ پیغام:

په داسې حال کې چې د طالبانو د شوم، ناقانونه او غاصب امارت لاندې زموږ خلک او هېواد له پراخو کړاونو سره مخ دي، د لوی اختر را رسیدل د ارادې د نوې کولو او د ازادۍ د مبارزینو د بریا پیغام له ځانه سره لري، د هغو سپېڅلو مبارزينو بریا چې د طالباني نفرتپالې او قاتلې ډلې پر ضد ولاړ دي.
سږنی لوی اختر، د جمهوریت له سقوط وروسته څلورم اختر دی، چې د بېوزلۍ، بېکارۍ، تبعیض، رواني او فزیکي ناامنۍ، او د طالبانو د توپک، تاوتریخوالي او محدوده قوانینو له امله زموږ وطن د خپلو خلکو لپاره یو لوی زندان او د ترهګرۍ پر مرکز بدل شوی.
په داسې حال کې چې طالبان د ښځو د کار، تعلیم، او ټولنیز ژوند دروازې تړلي، د دوی د ظلم، تبعیض او افراط ماهیت ورځ تر بلې لا روښانه کېږي. سره له دې، د طالبپلوو حلقو لخوا د امارت د مشروعیت لپاره کمپاینونه دوام لري. دا هڅې، چې یوازې د طالبانو د شوم رژیم پر وړاندې د خلکو د مبارزې لار اوږده کوي، خو زموږ عزم یې نور هم پیاوړی کړی دی. په بدخشان کې وروستیو پېښو وښوده چې له نژدې څلور کلن واک وروسته هم، د افغانستان اکثریت خلک طالبان یوه غاصبه، اجنبي، او د زور له لارې تحمیل شوې ډلګۍ بولي. دا حاکمیت نه مشروع دی، نه هم دوامداره؛ او د هېواد د باعزته خلکو او د ازادۍ د مبارزانو په همت به ان شاءالله له منځه ولاړ شي.
د طالبانو د خودخوانده پټ “امیرالمؤمنین” ملا هبت الله د اختر له پیغامه چې د قندهار له تیارې خونې خپور شوی، ښکاري چې د دوی د ډلې دننه وېره، بېباوري، او هيجان زیات شوی. دا اوږد، بېسروپای او آیتونو سره ښکلی شوی پیغام، یوه عوامفریبانه هڅه ده؛ خو دا وېره ریښتینې ده، او ډېر ژر به عامه شي. د طالبانو ادعاوې چې ګواکې له داعش سره جنګیږي، له دوی سره فطري تضاد لري؛ ځکه د طالبانو خپل ماهیت ترهګریز، ایدیولوژیک او افراطي دی. خو ځینې هېوادونه، په درواغو د “تروریزم ضد مبارزې” تر نامه لاندې، هغوی ته امتیازات، پیسې او مشروعیت ورکوي، دا د نړیوالو استخباراتو هغه تزویر او دوکه ده چې خپل اتباع غولوي او زمونږ د خلکو غمخوار نه دي.
په حقیقت کې، طالبان همدا اوس لږ تر لږه له شلو ترهګرو ډلو سره اړیکې لري او هغوی ته پټنځایونه ورکوي، چې د سیمې هېوادونو ته د افراطیت د صادرولو پر لارو کار کوي. دوی سلګونه پخواني امنیتي منسوبین، ژورنالېستان، او مدني فعالان د داعش سره د ناحقه تړاو له امله نیولي، شکنجه کړي او حتا وژلي. دا فتنه لا ژوره ده او ډېرې برخې یې لا نه دي راڅرګندې شوې.
په تېرو څلورو کلونو کې او په ځانګړې توګه په دې وروستیو کې په خواشینۍ سره باید وویل شي چې د طالبانو د مخالفو صفونو د واحد لیدلوري، ګډ تصویر، او د هېواد د ننني وضعیت مطابق اجماع نه درلودل ستره کمزوري ده.
سره له دې چې د افغانستان آزادۍ جبهه او د ملي مقاومت جبهې ترمنځ پر ستراتیژیک، تاکتیکي او عملي کچ یوه مهمه همغږي شتون لري، خو د هېواد دننه مبارزین او ازادۍپال ځواکونه له هغو بحثونو، شبکو او رسنیزو فضاوو نه چې د نفرت، قومپالنې، ژبني توپیر، منطقوي شخړو او منزلتي رقابتونو ډک دي، نه یوازې انرژي نه اخلي، بلکې زیان هم ویني. دا په داسې حال کې ده چې همدا مبارزین د هیواد په هر کلي، ښار او غرنۍ سیمه کې د طالبانو پر وړاندې د خلکو د عزت، آزادي او اختیار لپاره مبارزه کوي.
د افغانستان د آزادۍ جبهه د لوی اختر د رارسېدو مبارکي د افغانستان مسلمان ولس او ټوله اسلامي نړۍ ته وړاندې کوي، خو د طالبانو د ځانخوانده “امیرالمؤمنین” د پیام برعکس د افغانستان ولس مقاومت، پاڅون او درېدو ته رابولي. د افغانستان ازادۍ جبهه له بااحساسه، هوښیار او فعال ځوان نسل نه په ټینګه غوښتنه کوي چې د اختر په مبارکه ورځ، د قربانۍ له فلسفې سره سم، د کرکې، تفرقې او واټن اچولو ژبه پرېږدي او خپل ځواک، انرژي، پوهه او ظرفیت د یوه ګډ هدف (د طالباني رژیم نسکورولو) لپاره سره متحد کړي.
د افغانستان د آزادۍ جبهه