د یوناما لیدلوری د افغانستان لپاره واقعاً جامع نه دی!

د افغانستان د آزادۍ جبهې لیدلوری:

د یوناما لیدلوری د افغانستان لپاره واقعاً جامع نه دی!

سریزه:

ملګري ملتونه د تېرو نژدې پنځوسو کلونو راهیسې د افغانستان په سیاسي او بشري چارو کې یو مهم او د باور وړ لوبغاړی پاتې شوی دی. خو د یوناما لخوا د “جامع لیدلوري” تر سرلیک لاندې نوی پلان، د افغانستان په اړه پراخې اندېښنې راپورته کړې دي. د افغانستان د آزادۍ جبهې په اند، دا طرحه د دوامدارې سولې افق لا پسې تیاره کوي. جبهه له هر هغه بهیر سره مخالفت لري چې د آزادو، شفافو او سرتاسري ټاکنو پر بنسټ د مشروع حکومت جوړېدو اصل تر پوښتنې لاندې راولي، او د طالبانو د عادي کولو یا سپینولو هڅې یې د منلو وړ نه بولي.

له بده مرغه، د یوناما وروستي ګامونه د افغانستان د اوسني واقعیت غلط انځور وړاندې کړی، مهم موضوعات له پامه غورځول شوي او هغه اړخونه چې د هېواد پر سیاسي برخلیک اغېز لري، له معادلې څخه ایستل شوي دي.

د یوناما د طرحې په اړه د افغانستان د آزادۍ جبهې اندېښنې:

۱. افغانستان دا مهال د طالبانو تر ولکې لاندې له پراخو او سازماني بشري سرغړونو، پرلپسې وژنو، د ښځو پر وړاندې اپارتاید، او پراخې بې‌وزلۍ سره مخ دی. د یوناما طرحه، که څه هم ځینې ننګونې تر پوښښ لاندې راولي، خو اصلي او بنسټیزې مسئلې له پامه غورځوي. دا طرحه تقلیل‌ګرا، بې‌موخې او د اوږدمهاله حل وړتیا نه لري.

۲. د افغانستان قضیه یوازې د دوحې فارمت، طالبانو او یو شمېر ټاکل شوو مدني استازو پورې محدودول، د معقول او جامع حل لپاره زیان‌رسوونکې ده. دا د ۲۰۰۱ د بُن کنفرانس تېروتنه بیا تکراروي، خو دا ځل له طالبانو پرته نور ټول اغېزناک سیاسي-نظامي اړخونه له پامه غورځول شوي. که دا بهیر لنډمهاله پایله هم ورکړي، خو دوامدار نه دی او افغانستان به بیا د خونړي بحران په ګرداب کې واچوي.

۳. له بده مرغه، ملګري ملتونه د تېرو پنځوسو کلونو راهیسې د افغانستان د اوږدې جګړې اساسي علتونه نه دي څېړلي. د آزادۍ جبهې له نظره، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان درې اساسي ځانګړتیاوې لري چې په دې طرحه کې له پامه غورځول شوي:

○ د طالبانو له لوري د سولې او ټول‌منلي، د خلکو پر رایه ولاړ حکومت د جوړولو د ارادې نشتوالی؛
○ د بشري حقونو پراخې او سازمان‌منده سرغړونې، قومیز، مذهبي، جندر او جغرافیوي تبعیض، فراقانوني وژنې او د مدني-سیاسي ازادیو ځپل؛
○ له القاعده، داعش، تحریک طالبان پاکستان، ترکستان شرقي اسلامي غورځنګ او نورو ترهګریزو شبکو سره دوامداره اړیکې.

۴. د طالبانو تر ولکې لاندې ادارو ته د ملګرو ملتونو د ځینو غړو هېوادونو له لوري مالي، تخنیکي او ټکنالوژیکې اسانتیاوې برابرول، او د طالبانو جعلي امنیت ستایل، هغه مهال چې افغانستان د ترهګرو ډلو لپاره پناه‌ځی او د خلکو لپاره زندان شوی، یو ستره تېروتنه ده.

د جبهې مشخصې غوښتنې:

۱. د ملګرو ملتونو د اوسني لیدلوري بیاکتنه باید وشي. د ټول‌شموله سیاسي مشارکت اصل باید له پامه ونه غورځول شي. د سولې واقعي او ټول‌شموله بهیر ایجاب کوي چې ټول سیاسي-نظامي اړخونه د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې، د افغانستان د ستونزې لپاره واقعي حل ته سره کښېني.

۲. د یوه مشروع، د خلکو پر رایه ولاړ او د افغانستان د ټولنیز جوړښت انعکاس کوونکی حکومت جوړول، اساسي هدف دی. داسې حکومت چې د ټولو قومونو، ژبو، مذاهبو، جنسونو او سیمو د خلکو حقوق تضمین کړي. هر ډول توافق له طالبانو سره چې د مشروعیت اصل تر پوښتنې لاندې راولي، ناکام او بې‌دوامه دی.

۳. نړیواله ټولنه باید طالبان د بشري حقونو سرغړونو په وړاندې مسؤل وبولي. پدې برخه کې، لاندې اقدامات ضروري دي:

○ د خپلواکو نړیوالو څېړنیزو میکانېزمونو جوړول؛
○ د بشر د حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي (ریچارد بڼیت) پراخ ملاتړ؛
○ د مدني ټولنې له هغو بنسټونو ملاتړ چې د طالبانو لخوا سرغړونې مستندوي؛
○ د طالبانو د رهبرانو په ځانګړي ډول د امنیتي ادارو مشرانو ته هدفمنده بندیزونه.

۴. له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو هره هڅه باید په ښکاره ډول د لاندې شرطونو پر تحقق پورې وتړل شي:

○ د بشري حقونو رعایت:
■ د ښځو پر زده‌کړو او کار بې‌قید او شرط بندیزونو لغوه کول؛
■ د سرغړونو د ثبت او څېړنې مؤثر میکانېزمونه جوړول.

○ فراخ حکومتولي:
■ له طالبي امارته د مشروع، د خلکو د رایو پر بنسټ ټول‌منلي حکومت ته د لېږد لپاره د چوکاټ جوړول؛
■ د قدرت د عادلانه وېش میکانېزمونه چې د ټولو قومونو او سیاسي اړخونو نمایندګي وکړي.

۵. د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ګمارل:
د امنیت شورا د ۲۱۲۷ پرېکړه‌لیک له مخې، سمدستي باید یو ځانګړی استازی د افغانستان لپاره وګمارل شي، چې د ټولو سیاسي بهیرونو په همغږۍ ژر خپله دنده پیل کړي.

۶. د طالبانو پر ضد د افغانانو د وسله‌وال مقاومت ملاتړ:
د ملتونو د برخلیک ټاکلو اصل، د ظلم پر ضد د مشروع دفاع حق، او د طالبانو د سازشونو تجربې ته په پام، ملګري ملتونه باید له دغه مقاومت څخه ملاتړ وکړي. جبههٔ آزادۍ یو مشروع، مسؤل، او د خلکو تر منځ نفوذ لرونکی سیاسي-نظامي بهیر دی، چې د مشروع نظام د بېرته راوستلو او د عادلانه قدرت وېش لپاره یو باور وړ بدیل ګڼل کېږي.

۷. د دوحې د بهیر ارزونه:
د دوحې بهیر باید له سره و ارزول شي. محتوا، شریکان او موقعیت یې باید بدل شي او د افغانستان د سولې خبرې له ټولو اړخونو سره یوځای بېرته پیل شي.

۸. د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ:
دا شتمنۍ د افغان ولس ملکیت دی. طالبان د مشروعیت له نشتوالي سره، دا شتمنۍ اداره کولای نه شي. تر هغو چې مشروع حکومت رامنځته نه شي، د دې شتمنیو د برخلیک په اړه هیڅ ډول بحث نه‌شي کېدای.

پایله:

یوه ټول‌منلې او مسؤلانه سوله یواځې د ټولو اړخونو د ګډون او د جګړې د ټولو عواملو د حل په صورت کې شونې ده. آزادۍ جبهه له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غواړي چې خپل محدود او ناقص لیدلوری د افغانستان له ټولو اغېزمنو سیاسي-نظامي اړخونو سره په مشوره، له سره وارزوي. که د فعال مشارکت زمینه برابره شي، جبهه چمتو ده چې د قانون‌محوره حکومت، ولسواک نظم او ثبات د راوستلو په موخه، په جدي خبرو کې برخه واخلي. که نه، نو د یو نوي ناورین او بې‌ثباتۍ پړاو د راتللو مخنیوی نه شي کېدای. سره له دې، جبهه د افغانستان د راتلونکي لپاره د ملګرو ملتونو رول مهم بولي، خو مسؤلیت به د هغو پر غاړه وي چې له واقعیتونو سترګې پټوي او زموږ ملت ته نسخه تجویزوي.

د افغانستان دخپلواكي جبهه

به اشتراک بگذارید
ادمین وبسایت
ادمین وبسایت
مقالات: 50

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *