
په فاریاب کې د طالبانو د امر بالمعروف پر ریاست برید

د افغانستان د آزادۍ جبهې مبارزینو د یکشنبې په ماښام، د قوس په ۹مه، ۱۴۰۴ کال، د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست په میمنه ښار، د فاریاب ولایت په مرکز کې، برید کړی دی.
دغه له مخکې طرحه شوی برید د دې ادارې د محتسبانو پر هغه مهال ترسره شوی چې له ودانۍ څخه د وتلو په حال کې وو. په پایله، د دې ډلې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. تر دې دمه د دې ریاست د رئیس د سرنوشت په اړه دقیقه معلومات نه شته.
د طالبانو د امر بالمعروف سپینلباسي محتسبان هره ورځ په همدې مرکز کې راټولیږي او بیا د ۳ څخه تر ۵ کسیزو ډلو په بڼه د ښار په کچه ګرځي چې د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو، د ځورونې لامل ګرځي.
د آزادۍ جبهې مبارزینو تر دې مخکې هم د طالبانو د امر بالمعروف وسله وال محتسبان په کابل، تخار، کاپیسا او نورو ولایتونو کې په نښه کړي دي.
په دې برید کې د آزادۍ جبهې مبارزینو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.




