په کابل کې د طالبانو د استخباراتو پر ملیشو برید

 

د افغانستان د آزادۍ جبهې مبارزانو د جمعې د سنبلې د اوومې نېټې د ماښام شاوخوا ۸:۲۰، د کابل ښار د شش‌درک په سیمه کې د طالبانو د څلوېښتم ریاست باندې برید ترسره کړی دی.

د دې برید په پایله کې د طالبانو د استخباراتو یو (۱) غړی وژل شوی او د دې ډلې څلور (۴) نور ترهګر ټپیان شوي دي.

په دې بدنامې استخباراتي ادارې کې د افغانستان مخکیني پوځیان، بې‌ګناه ښځې او نارینه په فجیع او غیرانساني ډول شکنجه کېږي او بندیان کېږي. د طالبانو ظالم او شکنجه‌ګر مأمورین نه یوازې په استخباراتو او زندانونو کې، بلکې د افغانستان په هېڅ ځای کې له زموږ د بې‌دفاع خلکو د ځورونې دریغ نه کوي.

د افغانستان د آزادۍ جبهې مبارزان د بې‌ګناه کسانو د وینې د غچ اخیستلو او د هېواد د آزادۍ لپاره له مبارزې او پر طالبانو له کوبندو بریدونو څخه لاس نه اخلي.

به اشتراک بگذارید
ادمین وبسایت
ادمین وبسایت
مقالات: 128

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *