
د افغانستان د آزادی جبهې اعلامیه د بشر د حقوقو د نړیوالې ورځې په مناسبت

د افغانستان د آزادی جبهې اعلامیه د بشر د حقوقو د نړیوالې ورځې په مناسبت
۱۰ ډسمبر ۲۰۲۵
د بشر د حقوقو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د افغانستان د خپلواکۍ جبهه یادونه کوي چې افغانستان نه یوازې د بشر د نړیوالو ارزښتونو سره بې ارتباطه هېواد نه دی، بلکې د بشر د حقوقو د نړیوالې اعلامیې له لومړنیو لاسلیک کونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي. له هغه وخت راهیسې، د افغانستان دولت د نهو مهمو نړیوالو کنوانسیونونو له اوو بنسټیزو اسنادو سره د لاسلیک او غړیتوب له لارې پراخې ژمنې منلي دي، چې په کې د مدني او سیاسي حقوقو تړون، د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقوقو تړون، د نژادي تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون، د شکنجې ضد کنوانسیون، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو کنوانسیون، د ماشومانو د حقونو کنوانسیون او د معلولیت لرونکو کسانو د حقونو کنوانسیون شامل دي.
سره له دې تاریخي سابقې، د افغانستان خلک نن د یوه داسې رژیم تر واکمني لاندې ژوند کوي چې نه د خلکو په رایه رغېدلی او نه د بشري حقوقو له هیڅ معیار سره سرخوري. د طالبانو له واکمنېدو څلور کاله تېر شوي او دغه ډله په سیستماتیکه توګه د خلکو بنسټیز حقوق، لکه د ټاکنو او سیاسي ګډون حق، د بیان او معلوماتو د لاسرسي ازادي، د کار، زدهکړې او تګ راتګ ازادي، د مخابراتو او اړیکو ازادي، او د عدالت او قانوني مصونیت حق په ښکاره تر پښو لاندې کوي.
د افغانستان ښځې په معاصر تاریخ کې په بېساري ډول له خپلو ټولو بشري حقونو محرومې شوې دي؛ هغوی نه یوازې له زدهکړې او کار څخه منع شوې، بلکې انساني کرامت یې په ښکاره توګه سپک شوی دی. افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې ښځې یې له ټولنیز ژوند څخه حذف شوې دي.
سره له دې دوامدارو او پراخو سرغړونو، نړیواله ټولنه او د ملګرو ملتونو سازمان تر دې مهاله په افغانستان کې د آزادۍ، بشري حقوقو او قانوني نظم د بیا ټینګښت لپاره عملي او اغېزمن ګامونه نه دي پورته کړي. د «سیاسي تعامل» سیاستونه، د مرستو په وېش کې د شفافیت نشتوالی، او د بحران پر مدیریت د حل پر ځای تمرکز، په عمل کې د طالبانو د واک د ټینګښت لامل شوي دي.
د هېواد له پولو دباندې، مهاجرینو کډوال او پناه غوښتونکي له ښکاره سرغړونو سره مخ دي، د هغو هېوادونو له لوري چې پخوا د بشري ارزښتونو په دفاع کې مخکښ بلل کېدل. ټولیز اخراج، بدرفتاري او سپکاوی د کډوالو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او په ضمن کې د طالبانو د نفوذ لپاره لاره هواروي.
په دې اساس، د افغانستان د خپلواکۍ جبهه نړیوالې ټولنې ته لاندې سپارښتنې وړاندې کوي:
۱- د طالبانو د رژیم د نهپېژندلو بشپړ او قاطع دوام او د دې نامشروع رژیم د مشروعیت د هڅو مخنیوی.
۲- د بشردوستانه مرستو شرطیزول او نړیوالو بنسټونو ته د شفافو راپور ورکولو لازمي کول، ترڅو طالبانو د دغو مرستو د سوء استفادې مخه ونیول شي.
۳- د افغانستان کډوالو د جبري اخراج سمدستي درول او د ۱۹۵۱ کال د پناهندګۍ کنوانسیون بشپړ رعایت، په ځانګړي ډول د «نهستنېدو» اصل.
۴- د رسنیو، مدني بنسټونو، د بشري حقونو مدافعینو او ښځو ملاتړ، چې د طالبانو په وړاندې د مدني مقاومت ستنې جوړوي.
۵- د طالبانو د جنایي کړنو د ثبت او مستندسازۍ لپاره د نړیوال څارنې میکانیزم جوړول، ترڅو د نړیوال عدالت په محکمو کې وڅېړل شي.
۶- د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکنه د افغانستان د سولې په چارو کې، د موجودو څېړنو او سپارښتنو پر بنسټ.
۷- په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید رسمي پېژندنه.
د افغانستان د آزادی جبهه باور لري چې په افغانستان کې د بشري حقوقو درناوی د سیمې او نړۍ له امنیت سره نېغه اړیکه لري. له طالبانو سره بېپروایي او سیاسي معامله یوازې د افغانستان ملت سره زیان نه دی، بلکې د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره جدي ګواښ دی.
د افغانستان د آزادی جبهه




