د پښتو ژبې ورځ مو مبارک شه!

د افغاني ټولنې جوړښتي تنوع ته درناوى د افغانستان د ازادۍ جبهې د مبارزې له بنسټيزو اصولو څخه دي او دغه جبهه د ژبو، کلتورونو، دودونو او د ټولنيزو منلو وړ معيارونو په مساوي ودې، پراختیا او هېواد کې د مېشتو قومونه او بشري مجموع تر منځ پر یووالي باور لري.
خوږه پښتو ژبه زموږ د هېواد له رسمي ژبو څخه ده، چې د نورو ژوندیو ژبو په څېر د خپل ادب ودې، تثبیت او تازه کولو ته اړتیا لري او په بېلابېلو ټولنیزو، فرهنګي، اقتصادي او سیاسي برخو کې د متن او محتوا د تولید له لارې خپل قاموس ژوندی ساتي.
د طالبانو ډله نه یوازې دا چې د افغاني ټولنې په تنوع باور نه لري، بلکې په خپلو ناسمو – ناروا کړنو او انساني ضد چلندونو سره؛ په ټولنه کې د کلتورونو، مذهبونو، انساني ډګرونو او د مختلفو ژبو ويونکو ترمنځ ټکر ته لمن وهلې او په هېواد کې يې د ورونو قومونو سوله ییزه یو ځای اوسېدنه هم له ګواښ سره مخ کړې ده.
د کلتوري او ټولنیزو پیښو نمانځل لکه د پښتو ژبې ورځ، د هزاره کلتور ورځ او په بیلابیلو برخو کې د موسمي جشنونو ته درناوی د ازادۍ، برابرۍ او له افغانستان څخه د طالبانو د ناوړه واکمنۍ د پای لپاره زموږ د خاورې د خلکو د مدني او کلتوري مقاومت یوه برخه ده.
هغه هیواد چې ژبني، کلتوري او ټولنیز تنوع یې د تاریخ د پیښو پر وړاندې د پیړیو – پیړیو اوسیدونکو د ځواک او مقاومت له اساسي ټکو څخه شمیرل کیږي.
تل دې وي اباد!

به اشتراک بگذارید
نویسنده
نویسنده
مقالات: 80

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *