د کوچني اختر په مناسبت د افغانستان د آزادۍ جبهې د مبارکۍ پیغام!

د افغانستان د آزادۍ جبهه، د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د افغانستان مؤمن ولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي او د نړۍ د ټولو روژه تيانو طاعات او عبادتونو د قبلېدو غوښتنه کوي.
ازادۍ غوښتونکی ولسه!
روژه د خدای تعالی د مېلمستیا میاشت ده. په دې میاشت کې مسلمانان تر بل هر وخت زیات نیکو کارونو ته هڅول کیږي.
د افغانستان د آزادۍ جبهه د روژې مبارکه میاشت کې پورتني الاهی امر ته په پام سره د چریکی عملیاتو د بندیدو پرېکړه وکړه، ترڅو هغو کسانو ته چې د طالبانو په دسیسو او درواغو تېروتي شوی دي، د فکر کولو فرصت برابر کړي.
د دې وخت را رسېدلی دی، هغه طالبان چې د جهاد او اشغال په نوم د طالبانو د اجیرې ډلې بیرغ ته ننوتي دي باید هوښیار شي او د طالبانو د مشرانو د خپلسري چلند له امله د خپلو ځانونو، وطن او خلکو په زیانونو پوه شي.
ایا د طالبانو د مشرانو هدف د قدرت ترلاسه کول او شتمنیو له غصبولو پرته بل څه وو؟
د یو عادي طالب د ژوند او هغه بل طالب تر منځ توپیر، چې د شتمنیو پر څوکۍ یې تکیه وهلې، څومره دی؟
د افغانستان د ازادۍ جبهه ځان مکلف ګڼي، د طالبانو د اشغال پر وړاندې د ازادۍ جبهې د چریکي عملیاتو له بیا پیلولو څخه مخکې د طالبانو په ژمنو غولول شویو خلکو ته فرصت ورکړي.

ګرانو هېوادوالو!
د روژې مبارکې میاشتې او کوچني اختر خوږو ورځو په پای سره، د افغانستان د ازادۍ جبهه د طالب اشغالګرو پر ضد خپل سرتاسري عملیات بیا پیلوي.
د افغانستان د آزادۍ جبهه له وطن او ملي نوامیسو څخه د مشروع دفاع په موخه، ټول وسله وال کسان، پوستې، قراولونه، ګارنېزیونونه، ګزمې او د طالبانو د مزدورې ډلې اړوند قطعات د مشروع نظامي اهدافو په توګه اعلانوي.
په عین حال کې، د طالبانو د اجیرې ډلې ځانګړي واحدونه چې د خپلواکو افغان میرمنو او نجونو د تښتولو او ځورولو مسولیت لري، د مشروع اهدافو د لیست په سر کې ځای ولري.
له ګرانو هیوادوالو څخه هیله کوو، چې د طالبانو ډلې له ټولو افرادو، موټرو او ګزمې قطعاتو څخه مناسب واټن وساتي او له دې سره د وطن په دفاع کې له خپلو چریکي سرتیرو سره همکاري وکړي.
په پای کې د افغانستان د آزادۍ جبهه، یو ځل بیا د افغانستان او نړۍ مسلمانانو ته د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي وایي او خپله ژمنه بیا تازه کوي، تر څو چې هیواد د طالبانو له منګولو نه وي پاک شوی، خپاې وطني مبارزې ته به دوام ورکوي.

د افغانستان د آزادۍ جبهه

به اشتراک بگذارید
نویسنده
نویسنده
مقالات: 87

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *