فاریاب ولایت کې د دریو (۳) طالبترهګرو مرګژوبله

د افغانستان آزادۍ جبهې چریکو مبارزانو د چهارشنبې په شپه، د ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان ۲۵مه نېټه، د فاریاب ولایت ګریزوان ولسوالۍ په کوتل تیقره سیمه کې د طالبانو یوه نظامي رنجر ته بریالی کمین ورکړ.
د دې حملې په پایله کې، دوه تنه طالب ترهګر وژل شوي او د دې یرغلګرې ډلې یو بل ملېشه ټپي شوی دی. دغې نښتې شاوخوا نیم ساعت دوام درلود، او د جبهې چریکي ځواکونه پکې کوم زیان نه دی لیدلی.