په کابل کې د شپږو طالبانو مرګ ژوبله‬

‫د افغانستان د ازادۍ جبهې مبارزینو نن ماښام د ۱۴۰۳ لمریز کال غویی/ ثور میاشتې په ۹مه، د کابل ښار څلورمې حوزې اړوند قوای مرکز سیمه کې د طالبانو یوه پوسته، چې د دغې ډلې ملېشه غړي پکې راغونډ شوي وو، له وړاندې د پلان شویو کره اپراتیفي عملیاتو په ترسره کولو هدف وګرځوله.‬
د دې عملیاتو په پایله کې ۴ ملېشه طالبان ووژل شول او دوه تنه نور یې ټپیان شول.
د دغو ملېشو یو تن مشر، چې د څلورمې امنیتي حوزې امر ګڼل کېږي، ډېر وخت به له یو شمېر نورو طالبانو سره یو ځای په همدې پوسته کې حضور درلود او د خپلو ساتونکو نندارې سره به یې د سیمې خلکو ته خپله زور ښودنه کوله.
له دې سره، د ازادۍ جبهه د حوزې د امر وژنه او یا ټپي کېدل نه تاییدوي.

به اشتراک بگذارید
نویسنده
نویسنده
مقالات: 87

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *