په کابل کې د طالبانو درې (۳) تنه مرګژوبله

د افغانستان د آزادۍ جبهې مبارزانو د چهارشنبې شپې، د ۱۶ میزان ۱۴۰۴ هجری شمسی په شاوخوا ۸:۴۵ بجو، د کابل ښار د ۱۶ امنیتي حوزې اړوند د بنایي سړک په سیمه کې، پر یوه طالب امنیتي پوستې برید وکړ.
په دې برید کې دوه (۲) طالب وسله وال وژل شوي او یو بل یې ټپي شوی دی.
په دې حمله کې د جبهې د آزادۍ چریکانو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.