‏په کابل کې د طالبانو د رهبر ملېشه ساتونکي تر برید لاندې راغلل

د افغانستان د ازادۍ جبهې چریکیانو، نن ماښام ۰۸:۱۵ دقیقې د ۱۴۰۳ کال ثور میاشتې پر ۲۸مه، د کابل ښار مرکز کې شاه دو شمشېره جومات ته څېرمه د ارګ په موقتي کمر بند کې د ملا هبت الله د ځانګړي ځواک مېشت ملېشه په نښه کړل.
په دې برید کې، د طالبانو د مشر ملا هبت الله درې ساتونکي ووژل شول او یو بل یې ټپي شوی دی.
د طالبانو مشر له څوو ورځو راهیسې کابل کې دی او د هغه ساتنې لپاره د امنیتي تدابیرو نیولو په نوم یې، د پلازمېنې په مرکزي برخو کې د خلکو پر ورځیني تګ راتګ او کار روزګار شدید محدودیتونه لګولي دي.
به اشتراک بگذارید
نویسنده
نویسنده
مقالات: 87

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *