په کابل کې د څلور طالبانو مرګ ژوبله

دافغانستان د ازادۍ جبهې مبارزینو نن ماښام د ۱۴۰۳ لمریز کال د غویی/ثور میاشتې ۷مه، د کابل ښار یوولسمې ناحیې اړوند د خیر خانې قلعه نجارها کې د طالبانو پر یوې پوسته کره او هدفمند عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې یې د طالبانو درې وسله وال ملېشه یې ووژل او یو بل ټپي شو.
په دې عملیاتو کې د مزدور طالبانو ډلې د ملېشه وو دوه نظامي موټر هم ویجاړ شوي دي.
دغه پوسته نوې جوړه شوې وه او مېشتو ملېشه وو پکې دنده درلوده، چې د کابل شمال په ځانګړې توګه د پجشېر ولایت ځوانان وپلټي، ونیسي، وځوروي او زنداني یې کړي. دغې پوسته همدا راز په خیر خانه کې له کومې همغږۍ پرته د خلکو د کورونو پلټنه کوله.

به اشتراک بگذارید
نویسنده
نویسنده
مقالات: 87

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *