په کابل کې د ۵ طالبانو مرګ ژوبله
![](https://af-freedomfront.com/wp-content/uploads/2024/04/قراول-فابریکه-حربی،-شهر-کابل-ویبایت-555x312.jpg)
د افغانستان د ازادۍ جبهې چریکیانو نن ماښام د ۱۴۰۳ لمریز کال د وری/ حمل میاشتې پر ۳۱مه د یو پلان شوي اپراتیفي عملیات پر مهال د کابل ښار اړوند دویمې ناحیې حربي فابریکې قراول کې د طالب ملېشه وو کاروان په نښه کړ، چې په پایله کې یې ۳ طالبان ووژل شول او د دې ډلې ۲ تنه نور ملېشه یې ټپیان کړل.
د مزدور طالبانو د استخباراتو ملېشه هغه مهال برید لاندې راغلل،
چې د دې فابریکې په انګړ کې را غونډ شوي وو او غوښتل یې د ملکي خلکو د کورونو پلټنې لپاره امېد سبز ښار ګوټي ته ولاړ شي.