په کابل کې ۸ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د افغانستان د ازادۍ جبهې مبارزینو نن ماښام، د ۱۴۰۳ لمریز کال جوزا میاشتې پر ۹مه، د کابل ښار برکي څلور لارې او ټرافیک څلور لارې تر منځ حد فاصل سیمه کې د طالبانو کاروان تر اپراتیفي برید لاندې راوست چې په نتیجه کې یې درې ملېشه طالبان ووژل شول او ۵ تنه نور یې ټپیان شول.
دغه کاروان د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړوند و، چې د پلټنځي لپاره د بالا باغ پر لور روان و.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ملېشو له تېرو څوو شپو راهیسې بالا باغ کې پرلپسې په عمومي سړک پلټنځای جوړوه او د تالاشۍ په نوم یې خلک ځورول.

به اشتراک بگذارید
نویسنده
نویسنده
مقالات: 87

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *