
په کندز کې د درې (۳) طالبانو مرګ ژوبله

د افغانستان د آزادۍ جبهې مبارزینو د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۴ کال د قوس په ۲۶مه، شاوخوا د ماښام په ۶:۳۰ بجو، د کندز ښار کې، کابل بندر ته د رسېدو نه مخکې، د قراردادي تېلو ټانک مخې ته د طالبانو د ترهګرو د چکپوینت پر پوستې چریکي عملیات ترسره کړل.
د دې برید په نتیجه کې دوه (۲) طالب ترهګر وژل شوي او یو (۱) بل تن ټپي شوی دی.
