
په کندز کې د پنځو (۵) طالبانو مرګ ژوبله

د افغانستان د آزادۍ جبهې مبارزینو د جمعې په ورځ، د ۱۴۰۴ کال د قوس په ۲۱مه، د کندز ښار د تروریستانو د جلب و جذب مرکز باندې برید وکړ.
د دې برید په نتیجه کې دوه (۲) طالب ترهګر، په شمول د هغوی مشر قاري عبیده، وژل شوي او درې (۳) نور طالبان ټپيان شوي دي.
په دې برید کې د آزادۍ جبهې چریکانو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.

