کابل کې د پنځه(۵) طالبانو مرګ او ژوبله

د افغانستان د آزادۍ جبهې مبارزانو پنجشنبه ورځ د زمري/اسد ۹مه نېټه او د ماښام شاوخوا ۶:۳۵ بجې د کابل ښار اوومې امنیتي حوزې د مربوطاتو اړوند د چهلستون قلعه نهبرجه سیمه کې، د طالبانو د تلاشۍ پر یوې پوستې برید کړی؛ چې پهکې د طالبانو د امر بالمعروف څو ملیشې هم موجودې وې، د خلکو موټرونه یې درولي وو او ولسیې تنګاوه.
د دې برید په پایله کې درې(۳) تنه طالبترهګر په هلاکت رسېدلي او د دې بدنامې ډلې د امر بالمعروف نومي ادارې دوه نور ترهګر محتسبان ټپیان شوي دي.
آزادۍ جبهه د افغانستان د مېرمنو د حقونو، وقار او ټولنیز حضور څخه د حمایت او پاسدارۍ په موخه، د طالبانو د امر بالمعروف ملیشو پر وړاندې د انتقامي اقداماتو په توګه دا بریدونه ترسره کړي دي.