کندز کې د درې(۳) تنه طالب ترهګرو مرګژوبله

۱۴۰۴/۴/۳۰ – کندز ښار
د افغانستان آزادۍ جبهې مبارزانو دوشنبه ماښام، د سرطان میاشتې په ۳۰مه نېټه، شاوخوا ۸:۴۵ بجو د کندز ولایت په خانآباد بندر کې د طالب ترهګرو امر بالمعروف رئیس ملا نجیب پر استوګنځي برید کړی دی.
په پایله کې، دوه تنه طالبترهګر ځای پر ځای هلاک شوي او یو بل تن ټپي شوی دی. تر اوسه د ملا نجیب غفوري د برخلیک په اړه دقیق معلومات نهدي ترلاسه شوي.
لکه څنګه چې د افغانستان ازادۍ جبهې د افغانستان شریف خلک پخوا خبر کړي و، د طالب ترهګرو امر بالمعروف لخوا د مېرمنو د خودسره ځورولو، سازمانیافته اختطافونو او د دوی پر وړاندې د ناروا چلند، په غبرګون کې د ازادۍ جبهې غلچکي بریدونه ډېر شوي.
د طالبانو د امر بالمعروف ظالمانه، غیرانساني او جنایتکار اعمال بېځوابه نه پاتې کېږي.