کونړ او ننګرهار کې وروستیو زلزلو په تړاو د افغانستان د آزادۍ جبهې اعلامیه

په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د وروستۍ زلزلې په پایله کې زموږ ګڼ شمېر مظلوم هېوادوال په کونړ، ننګرهار، لغمان او پنجشیر ولایتونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان او بېسرپناه شوي دي.
د افغانستان د آزادۍ جبهه د دغې دردناکې فاجعې قرباني کورنیو ته تسلیت وایي او ځان د رنځېدلي ولس په غم او درد کې شریک ګڼي.
موږ له ټولو شتمنو، خیریه بنسټونو او ملي تجارانو غوښتنه کوو چې د زیانمنو خلکو مرستې ته په عملي ډول لاس په کار شي او ژر تر ژره ورسره مرسته وکړي. همدارنګه له نړیوالو سازمانونو او مرستندویو ادارو غواړو چې د ټپیانو د ژغورنې، بېسرپناه شوو خلکو ته رسیدګي او د ولس د کړاوونو د کمولو لپاره بېدرنګه اقدام وکړي.
له بده مرغه، د طالبانو ډله د طبیعي پېښو او ناورینونو په مدیریت کې په بشپړ ډول ناتوانه او بېکفایته ده. د مسؤلو جوړښتونو او ځواب ویونکو بنسټونو نشتوالی لامل شوی چې په دې ډول پېښو کې د تلفاتو شمېر او د زیانونو کچه څو برابره لوړه شي. له همدې امله اړینه ده چې نړیوال مرستندوی سازمانونه او د ملګرو ملتونو اړوند ادارې سمدستي ګام واخلي.
د افغانستان د آزادۍ جبهه