
په بدخشان کې څلور (۴) طالبانو مرگ ژوبله

د افغانستان د آزادۍ جبهې مبارزینو د شنبې، د ۱۴۰۴ کال د قوس ۲۲مه، شاوخوا د ماښام ۶ بجې، په فیض آباد ښار کې د بدخشان د والي د دفتر په جوار کې د طالبانو د ریزرف قطعه باندې برید ترسره کړ.
په دې برید کې درې (۳) طالبان ووژل شول او یو (۱) بل ټپي شو.
طالبانو دغه سرکوبګر قطعه څو ځله د ښاروالو د اعتراض غږ د خاموشولو، د وېرې جوړولو او د خپل جبري واک د ټینګښت لپاره کارولې ده.
په دې برید کې د آزادۍ جبهې چریکانو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی



