
اعلامیه

۱۷ دلو ۱۴۰۴
د افغانستان د آزادۍ جبهه د پاکستان د اسلامي جمهوریت پلازمینې، اسلامآباد کې د شیعه مسجد پر وړاندې ځانمرګي برید غندي او دا ډول بریدونه غیرانساني او جنایتکارانه ګڼي.
پر عامه ځایونو، په ځانګړې توګه جوماتونو او عبادت ځایونو برید د بشر پر ضد جنایت دی او هڅه ده چې د سیمې د مذهبي او فرقوي تنشونو اور بل کړي.
د افغانستان د آزادۍ جبهې له نظره، دا ډول جنایتونه چې په تېرو دوو لسیزو کې د طالبانو د جګړې یوه تکتیک په توګه د افغانستان خلکو او پخوانیو دفاعي او امنیتي ځواکونو پر وړاندې کارول کېدل، اوس د دې ډلې متحدینو له خوا د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې کارول کېږي.
د سیمې هېوادونه، په ځانګړې توګه پاکستان، باید د افغانستان د اساسي قانون د نظام د ویجاړېدو تلخ تجربه په پام کې ونیسي او مخکې له دې چې نور وخت ضایع شي، خپلې دفاعي او امنیتي ستراتیژۍ د طالبانو او د دوی متحدو ترهګرو ډلو د دودیزو ترهګریزو طریقو سره د مبارزې لپاره تیارې کړي.
د افغانستان د آزادۍ جبهه هر ډول ترهګریز عمل چې ملکی وګړي او غیرنظامي ځایونه په نښه کوي په کلکه غندي او دا ډول ترهګریز او ضدانساني اقدامات د ترهګرۍ د پراخولو او د سیمې د هېوادونو د بې ثباتۍ یوه برخه ګڼي.
د افغانستان د آزادۍ جبهه




