
په تخار کې طالبانو ته څلور (۴) کسیزه مرګژوبله

د افغانستان د ازادۍ جبهې مبارزینو د چهارشنبې په ماښام، د ۱۴۰۴ لمریز کال د دلو په ۲۲مه، شاوخوا د ماښام په ۶:۳۰ بجو، د تخار ولایت مرکز تالقان ښار د شپږمې حوزې اړوند د پوهنتون پر سړک د طالبانو د ملیشو پر تجمع باندې برقآسا اوپراتیفي برید ترسره کړی دی.
د یاد برید په پایله کې دوه (۲) تنه طالب ترهګر وژل شوي دي.
همدارنګه د دغې هدفمندې حملې له امله دوه (۲) نور د طالبانو ملیشې ټپیان شوي او د دې ډلې یوه نظامی نقلیه واسطه هم ویجاړه شوې ده
