
په بدخشان کې طالبانو ته درې (۳) کسیزه مرګژوبله

د افغانستان د ازادۍ جبهې مبارزینو د جمعې په ماښام، د ۱۴۰۴ لمریز کال د دلو په ۲۴مه، شاوخوا د ماښام په ۷:۰۰ بجو، د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ اړوند د قلاتک په سیمه کې د طالبانو د ۲۱۹مې فرقې اړوند د سرحدي لوا د دروازې اوپراتیفي برید ترسره کړی دی.
د یاد برید په پایله کې دوه (۲) تنه طالب ترهګر وژل شوي او یو (۱) بل د دې ډلې ملیشه ټپي شوی دی.
په دغه برید کې د ازادۍ جبهې مبارزینو ته کوم زیان نه دی اوښتی
