
د افغانستان د آزادۍ جبهې اعلامیه؛ د مبارکې روژې په میاشت کې د پوځي عملیاتو ځنډ

۲۹ دلو/ ۱۴۰۴ لمریز کال / د ۱۴۴۷ هـ ق کال د مبارکې روژې لومړۍ نېټه
د افغانستان د آزادۍ جبهه د مبارکې روژې د رارسېدو له امله د افغانستان دینداره او خدایپاله ولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي او نېکې هیلې وړاندې کوي.
د تېرو کلونو په څېر، د آزادۍ جبهې مبارزین د مبارکې روژې میاشتې ته د درناوي او د روژهلرونکو هېوادوالو د ذهني ارامتیا او د دیني مراسمو د ترسره کولو د اسانتیا په موخه، خپل ټول پوځي عملیات، تر هغې چې پرې برید ونه شي او یا د جبهې د افرادو، سنګرونو او اډو پر وړاندې مستقیم ګواښ موجود نه وي، له نن ورځې څخه د نېکمرغه کوچني اختر تر پای پورې، په ټول افغانستان کې په یو اړخیز ډول ځنډوي.
که چېرې د طالبانو ډلې له لوري پاروونکې کړنې، لکه د ملکي خلکو په ځانګړې توګه د ښځو ځورول، غیرانساني او تاوتریخوالي چلند ولیدل شي، د آزادۍ جبهې مبارزین به د وخت، ځای او د پېښې د پراخوالي له مخې، په هماغه سیمه یا سیمو کې مناسب غچ اخیستونکي او مخنیوي کوونکي اقدامات ترسره کړي.
په پای کې، موږ هیله لرو چې د روژې مبارکه او له برکته ډکه میاشت د ټولو ګرانو هېوادوالو لپاره د سولې، صفا او مینې ډکه وي. د آزادۍ جبهه به د طالبانو د غاصب او ځپونکي رژیم پر وړاندې خپل عملیاتي پروګرامونه بېرته پیل کړي.
د زموږ د عزیز ولس طاعات او عبادات دې د لوی خدای په دربار کې قبول شي!
د افغانستان د آزادۍ جبهه



