
پر کابل پوځي هوايي ډګر راکټي بریدونه

د افغانستان د ازادۍ جبهې مبارزینو د ۱۴۰۵ کال د ثور میاشتې په ۳۰مه، د چهارشنبې شپې شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې، د کابل د پوځي هوايي ډګر اړوند هغه اډه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، د دقیقو او همغږو راکټي بریدونو هدف ګرځولې ده.
په دغه اډه کې، د مهمو تجهیزاتو د ساتنې او زېرمه کولو ترڅنګ، د دې ډلې یو شمېر ځواکونو ته د خلکو پر ضد د ځپنې او تاوتریخوالي لپاره پوځي روزنې هم ورکول کېدې.
د دغو بریدونو په پایله کې، د چاودنو په سیمه کې سخت اور لګېدنه رامنځته شوې، خو تر اوسه د طالبانو د تلفاتو او اوښتو زیانونو کره شمېر نه دی معلوم.
د افغانستان د ازادۍ جبهه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پراخ پلانونه او لوی بریدونه تر کار لاندې لري، او پر کابل پوځي هوايي ډګر دغه راکټي بریدونه د همدې عملیاتو یوه برخه ګڼل کېږي.
د یادونې وړ ده چې د دې عملیاتو پر مهال د ازادۍ جبهې ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.


