
په لغمان الینګار کې د طالبانو پر قرارګاه راکټي برید

د افغانستان د آزادۍ جبهې مبارزینو د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۳مه، د چهارشنبې ورځې له غرمې وروسته شاوخوا د ماسپښین په ۱:۳۰ بجو د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د نورلام بابا درې د قولک کلي کې د طالب ترهګرو قرارګاه په نښه کړه.
دا برید چې د راکټانداز او سپکو وسلو په وسیله ترسره شوی، شاوخوا ۱۵ دقیقې یې دوام وکړ. د برید په پایله کې طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دې نښته کې د دښمن د وژل شویو او ټپیانو دقیق شمېر تر اوسه نه دی معلوم، خو د آزادۍ جبهې چریکي جنګیالیو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی

