بغلان کې د پنځو (۵) طالبانو هلاکت او ژوبله

 

د افغانستان آزادۍ جبهې زړورو مبارزانو د شپې ۱۱:۳۰ بجې، ۱۴۰۴م لمریز کال د چنګاښ/سرطان میاشتې اتلسمه (۱۸)مه نېټه بغلان ولایت اړوند د اندرابونو ده‌صلاح ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو پر یوه نظامي مرکز راکټي برید کړی دی.

د دې نيم‌ساعته عملیاتو په نتیجه کې درې(۳) تنه طالب ملېشې هلاک او د دوی دوه تنه نور ترهګر مرګوني ژوبل شوي دي.
قاري حسیب چې په “زنداني” مشهور دی او د طالبانو د دغه نظامي مرکز استازی ګڼل کېږي، د نښتې پر مهال هلته موجود و؛ خو تر دې دمه د هغه د برخلیک په اړه کره معلومات نشته.

د دې عملیاتو په ترڅ کې د آزادۍ جبهې ځواکونو ته هېڅ زیان نه دی اووښتی.

به اشتراک بگذارید
ادمین وبسایت
ادمین وبسایت
مقالات: 129

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *