د افغانستان آزادۍ جبهه / د طالب مشرانو د نیولو امر ضروري دی؛ خو کافي نه دی.

 

نېټه: د سرطان میاشتې نولسمه (۱۹)مه، ۱۴۰۴

د افغانستان آزادۍ جبهه د طالبانو د ډلې د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده او د دوی د قاضي القضات ملا حکیم حقاني د نیولو لپاره د نړیوالې جزایي محکمې له‌خوا د نیولو د حکم هرکلی کوي او دا اقدام د طالبانو د جنایتونو د محاسبې او د قربانیانو لپاره د عدالت په لور یو مهم ګام گڼي؛ خو د آزادۍ جبهه باور لري چې یوازې دا اقدام د عدالت د تأمین لپاره کافي نه دی. د ټولو طالب مشرانو او قوماندانانو چې د سرکوب، وژنو، تبعیض، د بشر ضد جنایتونو او د بشري حقونو د نقض مسؤل دي، باید عدلي تعقیب وشي، پرې شدید نړیوال بندیزونه ولګول شي او د تروریزم او افراطیت د انعام ورکولو سیاستونه یې په وړاندې پای ومومي.

د افغانستان آزادۍ جبهه سره له دې چې د نړیوالې جزایي محکمې دا ګام ارزښتناک بولي، د نړیوالې ټولنې د متناقضو او دوه‌ګونو دریځونو په اړه ژوره اندېښنه هم لري او دا چلند د منلو وړ نه بولي.

افغانستان د طالبانو تر اشغال لاندې د افراطي او ترهګرو ډلو لپاره یو خوندي او مصئون پناه‌ځای ګرځېدلی دی. د طالبانو او داعش تر منځ د مبارزې طنزي بڼه، د طالب د ملاتړو لپاره د تبلیغاتو وسیله ګرځېدلې ده. په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو د محاسبې او د افغانستان د اولسونو د مشروعو غوښتنو د پوره کولو په برخه کې هېڅ د پام وړ پرمختګ نه‌دی شوی.

د افغانستان قومي او مذهبي تنوع ته د طالب په فکر او سیاست کې هېڅ ځای نشته. استبداد، جنسیتي اپارتاید او د بیان، فکر او ژوند د آزادۍ سرکوب د طالبانو د امارت ښکاره پالیسیانې دي. له دې سره سره، ځینې هېوادونه خپلې ملي ګټې له دې ظالمې ډلې سره په تعامل کې لټوي.

د نړۍ له مهمو قدرتونو څخه د فدراتیف روسیې دولت، د طالبانو نامشروع واکمني په رسمیت پېژني، او ملګري ملتونه د دوحې مذاکراتو څو اړخیز بهیر یوازې د طالبانو د مشروعیت لپاره د خبرو اترو سهولت بولي. په دې ټولو کې د افغانستان ولس چې اصلي قربانیان دي، له یاده وتلي دي.

په داسې شرایطو کې، د نړیوالې جزایي محکمې له‌خوا د طالبانو د مشرانو د نیولو حکم د عدالت د تأمین او د انساني ارزښتونو د درناوي لپاره د هیلو یوه کړکۍ پرانیزي. د ښځو د اعتراضي حرکتونو او عدالت‌غوښتنې مبارزې رول په دې برخه کې ارزښتناک او د ستاینې وړ دی.

د افغانستان آزادۍ جبهه له پخوا په قاطع ډول د ولسواکۍ، ولسي ارادې، قانوني حاکمیت او د مدني او بشري حقونو د ساتنې لپاره په سیاسي، میداني، مدني او فرهنګي برخو کې د طالبانو پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

د افغانستان اولس د طالبانو د ظالمې او نامشروع واکمنۍ سزاوار نه دی. د جنګي جنایتکارانو، بشري حقونو د ناقضینو او د بشري جنایتونو د عاملینو په توګه یوازینی ځای چې باید د طالبانو مشران پکې ووینو، د عدالت محکمه او په پای کې د زندان تیارې خونې دي.

په درنښت – د افغانستان آزادۍ جبهه

به اشتراک بگذارید
ادمین وبسایت
ادمین وبسایت
مقالات: 129

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *