مسعود د نړۍ په کچه د ترهګرۍ او افراطیت پر وړاندې د مقاومت روښانه سمبول دی!

د افغانستان آزادۍ جبهې اعلامیه
مسعود د نړۍ په کچه د ترهګرۍ او افراطیت پر وړاندې د مقاومت روښانه سمبول دی!

د سنبلې اتلسمه نېټه، د افغانستان د تاریخ د دوو سترو جګړو د اتل او د شهیدانو د سالار، احمدشاه مسعود د شهادت کلیزه ده؛ هغه چې د شوروي سور پوځ د یرغل پر وړاندې جهاد وکړ او وروسته د طالبانو د استبداد پر وړاندې ودرېد.

افغانستان د ظلم، جبر او یرغل پر وړاندې د آزادۍ غوښتنې او مقاومت ځمکه ده؛ هغه ولس چې د تاریخ په اوږدو کې یې اسارت نه دی منلی او د خپل استقلال، آزادۍ او انساني کرامت لپاره یې بې شمېره قربانۍ ورکړي دي. د احمدشاه مسعود نوم د همدې مبارزې په لاره کې د یو ځلاند ستوري په څېر د نامتو او ګمنامو مبارزینو تر منځ ځلیږي.

ستر مسعودذپه تدبیر او زړورتیا سره د شوروي پوځ د اشغال او بیا د طالبانو د تور تروریزم پر وړاندې ودرېد، او د آزادۍ، عدالت او ملي وقار مبارزه یې زموږ لپاره په میراث پرېښوده. هغه د آزادۍ، ملي خپلواکۍ او د خلکو د بنسټیزو حقونو پر باور، د طالبانو استبدادي امارت نه شو منلی، او تر مرګه یې په مقابله کې مبارزه وکړه.

د طالبانوترهګر امارت له څلور کلونو راهیسې زموږ پر هیواد او ازاد ولس، دډبرو زمانې تسلط د دروغو او فریب له لارې تحمیل کړې ده، د شهید مسعود د قربانۍ او مقاومت لاره لا زیاته روښانه شوې، او دا نسل د تاریخ د دغه تور پړاو پر وړاندې مبارزې ته رابولي.

طالبان نه یوازې د خلکو اراده تر پښو لاندې کړې، هیواد یې د سقوط پر څنډه درولی، د ښځو او خلکو مدني ازادۍ یې له منځه وړې، بلکې لکه څنګه چې شهید مسعود ۲۵ کاله وړاندې نړۍ ته خبرداری ورکړی و، زموږ هېواد یې په یوه لوی زندان او نړیوالو ترهګرو ته په یوه خوندي پناه ځای بدل کړی، چې دا وضعیت به نړیوالو ته بې‌تاوانه نه وي.

افغانستان آزادۍ جبهه، د شهید مسعود له ژور درک او اصولي لیدلوري څخه په پیروي له نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول له ګاونډیو او دوستو هېوادونو غوښتنه کوي چې د طالبانو ته د امتیاز ورکولو پروسه بنده کړي، او د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرو د کمپونو او روزنیزو مرکزونو له لارې د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ خپرېدو مخه ونیسي.

ارزښتمن مفاهیم لکه دیموکراسي، بشري حقوق او د انسانانو تر منځ برابري، په طالباني ادبیاتو کې ځای نه لري. د خلکو شتمنیو لوټ، زورواکي، د خلکو پر ژوند د بې‌سابقه بندیزونو لګول، زموږ هېواد د ژور سیاسي، اقتصادي او بشري بحرانونو کندې ته غورځولی دی. دا وضعیت نه یوازې د آزادۍ د جبهې د مبارزې مشروعیت او حقانیت څرګندوي، بلکې د نوي نسل پراخ او اغیزمن حضور ته هم اړتیا زیاتوي.

طالبان، سره له ټولو درواغجنو هڅو، تبلیغاتي کمپاینونو او د ځینو هېوادونو له ډیپلوماتیک ملاتړ سره، د ملي او داخلي مشروعیت لاسته راوړلو کې پاتې راغلي، او زموږ هېواد یې د سیمه‌ییزو او نړیوالو قدرتونو د سیاسي، اقتصادي او امنیتي تضادونو په ډګر بدل کړی دی. نو د دې ډلې تر واک لاندې د افغانستان نږدې یا لیرې راتلونکې کې د سولې، پراختیا او لږ تر لږه مدني حقونو لپاره هېڅ هیله نشته.

د افغانستان د آزادۍ جبهې مبارزین، په تېرو څلورو کلونو کې د تاریخ، جغرافیې، کلتوري تنوع او د خلکو د آزادۍ غوښتونکو مبارزو له تجربو سره ژوره او واقعي پېژندنه لري. دوی دا اصل منلی چې طالبان نه شي کولای، او نه باید، زموږ په وطن کې واکمن پاتې شي. د خپلو بنسټیزو ارزښتونو په تاسی، د نابرابرې جګړې، زهرجنو تبلیغاتو او رواني جګړې سره سره، د مشروع دفاع، مقاومت او مبارزه ته دوام ورکړی او د هېواد د آزادۍ لپاره یې خپل سپېڅلی وینه قرباني کړې ده.

موږ په دې ارزښتناکه مبارزه کې پیاوړي، هوښیار او ژمن یو؛ د خپلو شهیدانو، د شهید سالار احمدشاه مسعود، او د زرګونو نورو نوموتو او ګمنامو شهیدانو وینې ته وفاداره پاتې کېږو، او تر وروستي نفس پورې د ازادۍ او وقار لپاره مبارزه کوو.

د طالبانو د څلور کلنې استبدادي واکمنۍ، ظلم، فریب، د ملت پر مادي او معنوي ارزښتونو د معاملو، د خلکو پراخه نارضایتي او د نړیوالې ټولنې نه منلو په رڼا کې، د آزادۍ جبهې او نورو آزادۍ‌غوښتونکو ځواکونو، د ښځو د اعتراضي خوځښتونو په ګډون، د مبارزې حقانیت او ضرورت نور هم روښانه شوی.

موږ، د ملي اتل او نورو شهیدانو له مبارزاتي مکتب څخه په الهام اخیستو د طالبانو د غاصب امارت د له منځه وړلو لپاره خپل مبارزه ته دوام ورکوو.

د افغانستان د ملي سالار د آزادۍ جبهې د شهیدانو او د دې وطن د آزادۍ او انسانیت په لار کې د ټولو قرباني شویو ارواوې ښاد او یادونه یې تلپاتې او درناوی یې واجب دی.

په درنښت ـ د افغانستان د آزادۍ جبهه

به اشتراک بگذارید
ادمین وبسایت
ادمین وبسایت
مقالات: 98

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *