افغانستان د آزادۍ جبهې اعلامیه ، جنوبي سالنگونو کې د حماسې دوهم کال

۱۲ اپریل، ۲۰۲۵
د روان کال، حمل ۲۲مه د افغانستان د آزادۍ جبهې د ۷ تنو مبارزانو د سرښیندنې او سرافرازۍ د دوهم تلين سره سمون خوري. قومندان بصیر اندرابي، جنرال اکمل امیر، قربان علي بامیاني، صبور فاریابي، حسین سمنگاني، فهیم سالنگي، او برهان الدین اندرابي، آزادۍ جبهې هغه اتلان چې د خپل شجاعت او قربانۍ پر مټ یې د افغانستان په تاریخ کې یو نوی باب پرانیست.
په داسې وخت کې چې د طالباني استبداد او ستم بدمرغه سیوري له خلکو د انساني او اسلامي ارزښتونو لپاره د ودرېدو وروستۍ هیلې او انگیزې ترورلې وې، دا سرسپارلي اتلان را پورته شول او د ظلمت د تاریکۍ زړه یې په نخښه کړ، زموږ د خاورې لپاره یې د ژوند، آزادۍ او روښانه راتلونکي لپاره د رڼا او امید خط تعریف کړ.
د آزادۍ جبهې اتلو مبارزانو د خپلو سرونو په قربانۍ سره د رزمي هندوکُش په وېړو لمنو کې په لوړ غږ فریاد وکړ:
گومان مه کوئ چې هر ځنگل خالي دی
شاید دلته پړانگ ویده وي.
دې تلپاتې حماسې د آزادۍ لپاره د مبارزې او مقاومت په حیات کې نوې وینه جاري کړه، زموږ د وطن د ریښتینو آزادۍ غوښتونکو او مبارزانو په کالبود کې یې نوې ساه وپوکله.
د دغو اتلو قهرمانانو له شهادته پس، د افغانستان آزادۍ جبهې شپه او ورځ خپلې هڅې او مبارزې ته دوام ورکړ او دا یې په اثبات ورسوله چې د آزادۍ لاره هیڅکله د رهگذر/تلونکو نه خالي نه پاتې کیږي او د برابرۍ او آزادۍ لپاره د مبارزې بیرغ به حتی په ډیرو سختو شرایطو کې هم رپاند پاتې کېږي.
آزادۍ جبهه د خپلو شهیدو اتلانو یاد ته په درناوي د دوی له آزاديخوا ارواوو سره خپله ژمنه تازه کوي او په دې مناسبت به د حمل ۲۵مه نیټه یوه ناسته ولري د هیواد د سیاسي شخصیتونو، مدني فعالانو او د رسنیو استازو په گډون د زوم ویبینار پروگرام له لارې. آزادۍ جبهه د هغو هېوادوالو څخه هم مننه او قدرداني کوي چې د کاناډا او اتريش په شمول په مختلفو هیوادونو کې یې یاد غونډې جوړې کړې دي، یا یې زموږ د آزادۍ مبارزې د دغو ریښتینو شهیدانو یاد ته په ټولنیزو رسنیو کې د یاد غونډو او نورو پروگرامونو په جوړولو سره درناوی کړی دی.
د آزادۍ او عدالت لپاره مبارزه ډېر ژور کړاوونه او ننگونې له ځانه سره لري او وړاندې وړاندې به به هم د ننگونو سره مخ وي؛ خو وروستی بری د هغو کسانو دی چې آزادي او عدالت غواړي، بېشکه چې د استبدادي تیارو ژوند لنډ دی.
د آزادۍ جبهه ژمنه ده چې په ټول قوت سره به خپلې دوامداره او نه ستړې کېدونکې مبارزې ته دوام ورکوي تر هغه وخته چې آزادي وگټي او په خپل هیواد کې د خلکو له پاره یو عادلانه نظام نهادینه کړي.
د استبداد تر غروبه او د آزادۍ تر سهاره…..
د افغانستان ازادۍ جبهه