بلخ کې د دريو طالبانو مرگ ژوبله

د افغانستان آزادۍ جبهې مبارزانو نن ماښام، حمل ۱۷مه، ۱۴۰۴ لمریز کال د بلخ ولایت مزارشرف ښار، د اتمې حوزې په مربوطاتو کې د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی.
د دې برید په پایله کې د طالبي ملېشو دوه تنه هلاک او یو تن په ژورو ټپونو زخمي شوی.
یاد برید کې د آزادۍ جبهې مبارزانو ته ضرر نه دی رسېدلی.