د افغانستان ازادۍ جبهې اعلامیه

نېټه: ۴مه جولای، ۲۰۲۵
د طالباني امارت په رسمیت پېژندنه د افراط او ترهګرۍ د ترويج هڅه ده.
وروسته له هغه چې ځینو رسنيو د روسیې فدراتیف له لوري د طالباني امارت د رسمیت پېژندنې راپورونه خپاره کړل، د افغانستان د خلکو ژورې اندېښنې او غبرګونونه راپارېدلي دي. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د تېرو څلورو کلونو راهیسې، د افغانستان خلک د دغه ډلې له لورې له خورا سخت، استبدادي او تبعیضي چلند سره مخامخ دي. د طالبانو د جنایتونو انعکاس، د افغان ښځو پیاوړي اعتراضي خوځښتونو، وسلهوالې او مدني مبارزې، نړیوالې ټولنې او د سیمې هېوادونو له دې ګام څخه منع کړي دي.
په داسې حال کې چې د طالبانو په چلند، لیدلوري او ماهیت کې هیڅ بدلون نه دی راغلی، افغانستان د دوی تر واک لاندې د نړیوالو ترهګرو ډلو په مرکز بدل شوی. دا اور چې له افغانستانه راپورته شوی، ډېر ژر به منځنۍ آسیا او د روسیې نفوذي ساحې ته ورسېږي او د سیمې امنیت او ثبات ته به ستر او ستراتیژیک ګواښ پېښ کړي.
د افغانستان د ازادۍ جبهه، د روسیې د فدراتیف له دې پرېکړې څخه خپله ژوره اندېښنه او خواشیني څرګندوي او د لاندې ټکو یادونه کوي:
لومړی:
د طالبانو امارت ته رسمیت ورکول، ترهګرو ډلو ته د مشروعیت ورکولو مانا لري او د اساسي قانون پر بنسټ د نظم پر وړاندې خنډونه له منځه وړي. تحریک طالبان پاکستان، انصارالله تاجکستان، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، داعش خراسان، القاعده، حزبالتحریر او نورې وسلهوالې افراطي شبکې چې د دوی د ترهګریزو کړنو لمنه روسیې ته هم غځېدلې، دا د طالبانو له لوري د افغانستان د سیاسي قدرت د غصب مستقیمه پایله ده. د مذهبي افراط او ترهګرۍ خطر د منځنۍ آسیا تر دروازو رارسېدلی او دا پرېکړه پرته له شکه د افراطګرايۍ د غځېدو بېلګه ده.
دویم:
شک نشته چې طالبانو د ترور او دسیسې له لارې قدرت نیولی، ښځې او نجونې یې له ټولنیز-سیاسي ډګره ایستلې، سیاسي او ټولنیزې ازادۍ یې له منځه وړي، او ټولنېز او سیاسي فعالان یې مجبور کړي چې جلاوطنه شي. افغانستان اوس د ترهګرو ډلو لپاره د روزنې اصلي مرکز ګرځېدلی. په داسې حالت کې د طالبانو د رژیم رسمیت پېژندل، د افغان ولس په حق کې ستره جفا ده او د افغانستان او روسیې ترمنځ له تاریخي اړیکو سره ښکاره ټکر لري.
درېیم:
د افغانستان مسئله یوازې د ستراتیژیکو سیالیو له نظره لیدل، هغه تېروتنه ده چې له سړې جګړې راپدیخوا تکرارېږي او تل یې پایله ناکامي ده. ټول سیمهییز هېوادونه د طالبانو له ترهګر ماهیته خبر دي. د دوی ایدیولوژیک ماهیت هغوی له نورو ترهګرو شبکو – لکه القاعده، داعش، تحریک طالبان پاکستان، انصارالله، د ترکستان ختیځ اسلامي غورځنګ څخه نه شي بېلولای. د روسیې له لورې د طالبانو امارت ته رسمیت ورکول، د ټولو همفکره ترهګرو ډلو لپاره شین څراغ ګڼل کېږي؛ هغوی همدا اوس د ورته امارتونو د جوړولو په موخه چمتووالی نیسي. دا اقدام به دوی ته لا زیاتې هیلې، جرأت او پیاوړتیا ورکړي. د داسې وسلهوالې ډلې مشروعیت، چې د سیمې افراطي ډلو لپاره الهامبخښونکې ده، د افغانستان د صحنې ټولو لوبغاړو ته به درانه زیانونه ورسوي.
د افغانستان ازادۍ جبهه چې په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو پر وړاندې د خلکو د غږ، مقاومت او مبارزې استازی پاتې شوی، له پخوا زیات هوډ لري چې خپلې وسلهوالې او سیاسي مبارزې ته به دوام ورکړي. دغه جبهه به د ازادو افغانانو ترڅنګ د عدالت، دموکراسۍ او ازادۍ د تحقق لپاره پهخپل دریځ پاتې شي.
د افغانستان ازادۍ جبهه