د کابل په سیاهسنګ سیمه کې د درېیو طالبانو مرګ ژوبله

د افغانستان د ازادۍ جبهې چریکیانو نن ماښام ۰۷:۵۰ دقیقې د ۱۴۰۳ کال ثور میاشتې پر ۳۱مه، د کابل ښار کارتهنو په سیاهسنګ سیمه کې د طالبانو دفاع وزارت د کشف ریاست پر یو پلټنځای اپراتیفي عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې دغه پلټنځي کې مېشت دوه طالبان یې ووژل او د دې ډلې یو بل مزدور ملېشه یې ټپي کړ.
د طالبانو دفاع وزارت د کشف ریاست معمولأ د دوشنبې او پنجشنبې ورځو کې د کابل په چمن حضوري او کارتهنو سیمو کې پلټنځایونه جوړوي او عادي وګړي ځوروي.
په دې عملیاتو کې د ازادۍ جبهې مبارزینو ته زیان نه دی رسېدلی.