
د کابل کې د دوو (۲) طالبملېشو مرګ او ژوبله

د افغانستان د آزادۍ جبهې چریکي مبارزینو د شنبې په شپه، د ۱۴۰۴ کال د لړم میاشتې په ۱۰مه نېټه، د ماښام شاوخوا ۰۶:۴۵ دقیقو په وخت، د کابل – جلالاباد پر لویه لار د سروبي ولسوالۍ د طالبانو د امنیه قومندانۍ ته څېرمه پر یوه د طالبانو د تلاشي پوست باندې برید وکړ.
په دې برید کې چې د آزادۍ جبهې د ختیځ زون د عملیاتي واحد چریکي مبارزینو له لوري ترسره شو، یو طالب ترهګر وژل شوی او بل یې ټپي شوی دی.

