طالبان د خلکو د قربانی کېدو د سړکونو په پېښو کې مسؤل دي!

‏د افغانستان د آزادۍ جبهې اعلامیه
طالبان د خلکو د قربانی کېدو د سړکونو په پېښو کې مسؤل دي!
له بده مرغه، یو شمېر ملکي هېوادوال د کابل – کندهار په لویه لاره کې د ټرافیکي پېښو له امله وژل شوي او ټپیان شوي دي. د افغانستان د آزادۍ جبهه د دې پېښو په اړه خپله ژوره خواشیني څرګندوي او د قربانیانو کورنیو او زیانمنو کسانو سره غم شریکي او خواخوږي کوي. دغه راز، د خلکو د قربانی کېدو مسؤلیت په ټرافیکي پېښو کې د طالبانو پر غاړه بولي.
طالبانو په ادارو او خدماتي ارګانونو مهمې او مسلکي دندې کې ناپوهه او فاسدو کسانو ته سپارلې دي. دغه راز، د بیارغونې پروژو، په ځانګړي ډول د سړک جوړونې او سړکونو د خوندیتوب سیستمونو څخه یې د باج اخیستلو کړنې، د ټرافیکي پېښو اصلي عوامل دي.
د بېلګې په توګه، یو کس چې د موټر چلولو له قوانینو هیڅ معلومات نه لري او څو کاله یې د پاکستان په کویټه کې نانوایي چلولې وه، اوس د افغانستان د ټرافیک د رییس په توګه ګمارل شوی دی. نوموړی د موټر چلونې د آزموینې پر مهال د قوانین او مقرراتو پر ځای د سفر دعا پوښتي. سربېره پر دې، ډېر کسان د رشوت په ورکولو او له آزموینې پرته د موټر چلولو جواز ترلاسه کوي.
طالبانو چې د جمهوري نظام په شل کلنه دوره کې د انجنیرانو، متخصصینو او عامه خدماتو د کارمندانو په وژلو، د پلونو، لویو لارو، او د بریښنا شبکو په تخریب، او له بیارغونې پروژو څخه په باج اخیستلو کې لاس درلود، اوس پراخ فساد ته مخه کړې ده. هغوی د عامه پروژو مالي سرچینې ضایع کوي، چې پایله یې د پروژو د کیفیت ټیټوالی دی. سربېره پر دې، تنګ او غیر معیاري سړکونه هره ورځ زموږ له خلکو قرباني اخلي.
د فساد، اختلاس، بې کفایتۍ او د عامه سرچینو لوټ له امله، د طالبانو په امارت کې د ټرافیکي پېښو د رسیدګۍ میکانیزمونه او د طبیعي او غیر طبیعي پېښو زیانمنو ته د مرستې رسولو سیسټمونه عملاً فلج شوي دي.
که څه هم د کابل – کندهار په لویه لاره کې د وروستۍ ټرافیکي پېښې په څېر ډېری خونړۍ پېښې د مخنیوي وړ دي، خو د طالبانو امارت نه یوازې دا چې د دې ډول پېښو د مدیریت اراده، وړتیا او ظرفیت نه لري، بلکې په تېرو دریو کلونو کې یې د ژوند حق، عامه خدماتو ته د خلکو د لاسرسي حق، او د ټولنیزو او اقتصادي بحرانونو د مدیریت په اړه هېڅ ډول مسؤلیت نه دی څرګند کړی.
د افغانستان د آزادۍ جبهه
به اشتراک بگذارید
نویسنده
نویسنده
مقالات: 225

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *