په بغلان کې درې تنه طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د افغانستان د ازادۍ جبهې مبارزینو، نن ماښام د ۱۴۰۳ لمریز کال د سرطان پر ٣١ مه، د طالبانو یو ظالم مشر ملازرین ګجر چې په بغلان کې د ترانسپورت رئیس بلل کیږي، د پلخمري ښار په حلقوي سړک کې په نښه شو.
د دې عملیات په نتیجه کې د طالبانو دوه ملېشه غړي ووژل شول او یو نور یې ټپیان دي.
د ملازرین ګوجر د برخلیک په اړه تر اوسه دقیق معلومات نشته