په بلخ او تخار کې د ازادۍ جبهې د چریکانو له خوا سخت بریدونه؛ 9 تنه طالبانو ته مرگژوبله

د طالبانو د ترهگرې ډلې پر وړاندې په وروستیو چریکي عملیاتو کې، د افغانستان د آزادۍ جبهې مبارزانو د ۱۴۰۴ لمریز کال د حمل په ۲۰مه، بلخ او تخار ولایتونو کې دوه بېلابېل بریدونه ترسره کړل، چې په پایله کې یې نهه طالبي ملېشو ته مرگژوبله واووښته.
لومړی، د چهارشنبې په ماسپښین، د آزادۍ جبهې مبارزانو د بلخ ولایت مرکز مزار شریف په څلورمه ناحیه کې د روضېشریف زیارت ته نږدې د نظرگاه هوټل مخې ته د طالبانو په یوه پوسته برید وکړ. په دې عملیاتو کې دوه طالب جنگیالي ووژل شول او درې نور ټپیان شول.
همدارنگه، دې ډلې پورې اړوند یو رینجر موټر په بشپړه توگه ویجاړ شو.
همدارنگه پرون ماښام، د ازادۍ جبهې مبارزانو تخار ولایت د مرکز تالقان ښار د گولايي باغ سره تر خوا د طالبانو یوه پوسته په نښه کړه.
دا پوسته، چې د گولايي باغ پوستې په نوم پیژندل کیږي، طالبانو د ځایي خلکو د ځورولو لپاره کاروله. د دې عملیاتو په تعقیب کې هم دوه طالبترههگر هلاک او دوه نور ټپیان شول.
په دې بریدونو کې د ازادۍ جبهې چريکانو ته زیان نه دی رسیدلی.