په کابل کې ۳ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
د افغانستان د ازادۍ جبهې مبارزینو نن ماښام، د ۱۴۰۳ لمریز کال سرطان میاشتې پر ١۴مه، د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د پولیسو ښارګوټی دروازې ته د وسله والو طالبانو په ګرځنده پوسته اپراتیفي برید لاندې راوست چې په نتیجه کې یې ٢ ملېشه طالبان ووژل شول او ١ تنه نور یې ټپیان شول.