په کابل کې ۳ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
د افغانستان د ازادۍ جبهې مبارزینو پرون له غرمی نه وروسته د ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبله په ۳۱ مه، د کابل ښار د ۱۱مې ناحیې اړوند د شمالي سرای هاخوا کې د مارشال فهیم د مقبرې پر سرک د طالب ملیشی سپرلی موتر په نښه کړ.
د دې عملیات په نتیجه کې د طالبانو ۲ ملېشه غړي ووژل شول او یو نور یې ټپیان دي.