په کابل کې ۷ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
د افغانستان د ازادۍ جبهې مبارزینو، نن ماښام د ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبله پر ۲۱مه د کابل ښار د سرای شمالي او بادام باغ تر منځ د طالبانو د ۱۱مې حوزې اړوند پوسته په نښه کړه. لومړی برید د ماښام په ۷:۱۵ دقیقو او دوهم برید د ماښام په ۷:۳۰ بجو د طالبانو د ترهګرې ډلې په دله ترسره شو او درنه مرګ ژوبله یې واړوله.
د آزادۍ جبهې سرچینې خبر ورکوي، چې په دې جګړه کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.