کندز – د څلورو طالبانو مرگ ژوبله

د افغاناستان آزادۍ جبهې مبارزانو نن ماسخوتن ۸ بجې (۱۴۰۴م لمریز کال، حمل ۱۷مه) نېټه د کندز ښار، خانآباد بندر په سیمه کې د طالبيترهگرو یو چېکپواینټ تر غلچکي برید لاندې راوستی.
د خپلواکۍ مبارزانو د برید په نتیجه کې یو تن ترهگر هلاک او درې (۳) تنه نور ټپیان دي.
د طالبانو وحشي ملېشو خصوصاً د تلاشۍ پر همدې محل زموږ درانه هیوادوال په مختلفو بهانو آزارول. د آزادۍ جبهې مبارزان د افغاناستان د خلکو کرامت او ارزښتونو ته په پاسدارۍ، پر طالبانو او د دوی پر مرکزونو شجاعانه بریدونه کوي او د هغو وینو غچ اخلي چې دې مزدورې او متجاوزې ډلې په ډېر وحشت تویه کړې وه.