نن د ثور دیرشمه، د بغلان ولایت د پخواني ولایتي شورا رئيس، شهید رسول خان محسني او د یو‌ شمیر نورو هیوادوالو سره ګډ د شهادت دولسم تلین دی. دوی د ۱۳۹۲ هـ ش کال همدا ورځ په یوه خونړي ترهګریز برید کې، د خونخوارو طالبانو لخوا په پلخمري ېار کې په شهادت ورسېدل.

شهید محسني د طالبانو پر ضد د لومړۍ مقاومت له زړورو او ژمنو قوماندانانو څخه و او د جمهوریت په دوره کې د افغانستان له اغېزناکو او قدرمنو شخصیتونو څخه شمېرل کېده.

د افغانستان د آزادۍ جبهه، د شهید محسني، او د ۱۳۹۲ هـ ش د ثور د دې دردناکې پېښې د ټولو شهیدانو یادونو تپ درناوی کوي، او د هغوی د درنو کورنیو، دوستانو او خپلوانو لپاره د لوي خدای له دربار څخه صبر، استقامت او ثبات غواړي.

به اشتراک بگذارید
ادمین وبسایت
ادمین وبسایت
مقالات: 50

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *