
په کندز کې د طالبانو پنځه (۵) کسانو ته مرګژوبله

د افغانستان د ازادۍ جبهې مبارزینو د پنجشنبې په ماښام، د ۱۴۰۴ لمریز کال د دلو په ۱۶مه، شاوخوا د ماښام په ۶:۳۰ بجو، د کندز ښار د ازادۍ چوک کې د طالبانو د ترهګرو پر یوې تلاشي پوستې برید کړی دی.
په دې برید کې دوه (۲) تنه طالب ترهګر وژل شوي او درې (۳) نور ټپیان شوي دي.
د یادو چریکي عملیاتو پر مهال د طالبانو یو (۱) نظامي موټر هم له منځه وړل شوی دی.


