
په نورستان ولایت کې د آزادۍ جبهې د عملیاتو د نوې څپې پیل

د افغانستان د آزادۍ جبهې مبارزانو د سه شنبې په بامداد، د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۲مه نېټه، شاوخوا ۰۱:۰۰ بجې، د نورستان ولایت د وایګل ولسوالۍ پر مرکز چریکي عملیات ترسره کړي دي.
دغه عملیات شاوخوا ۲۰ دقیقې دوام کړی، چې په ترڅ کې یې د آزادۍ جبهې چریکانو د سپکو او نیمه درنو وسلو څخه د طالب وسلهوالو پر ضد کار اخیستی دی. د راپورونو له مخې، دښمن په دې عملیاتو کې درانه تلفات او زیانونه لیدلي دي، خو تر اوسه د طالبانو د وژل شویو او ټپیانو دقیق شمېر په اړه کره معلومات نشته.
ویل کېږي چې د طالبانو وسلهوال په نورستان ولایت کې د اداري خونونو او ملکي تاسیساتو څخه د شپې د استوګنې او د راټولېدو د ځایونو په توګه کار اخلي.
په دې برید کې د آزادۍ جبهې ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

