
د تخار د چاهآب ولسوالۍ د طالبانو د امنیې قوماندانۍ پر وړاندې تهاجمي برید

د افغانستان د آزادۍ جبهې مبارزینو د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې د ۷مې، د یکشنبې په شپه، د تخار ولایت د چاهآب ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ په مقر کې د مېشتو طالب ترهګرو قرارګاه د تهاجمي برید هدف ګرځولې ده.
د آزادۍ جبهې مبارزینو د امنیې قوماندانۍ په ودانۍ کې پر مېشتو طالب ترهګرو د څو راکټونو په ویشتلو سره عملیات پیل کړل، وروسته یې دغه جنایتکارې ملیشې د سپکو وسلو په وسیله په نښه کړې، او له شاوخوا نیم ساعت مخامخ نښتې وروسته له جګړېزې سیمې څخه واټن اخیستی دی.
په دې عملیاتو کې د طالبانو ترهګرې ډلې ته درانه ځاني تلفات او مالي زیانونه اوښتي دي، او د پېښې په ځای کې د لږ تر لږه درېیو طالب ترهګرو جسدونه لیدل شوي دي

