
د کندز پر پوځي هوايي ډګر توغندیز بریدونه

د ازادۍ جبهې مبارزینو د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې د ۸مې نېټې، د پنجشنبې شپې شاوخوا ۹:۰۰ بجې، د کندز پر پوځي هوايي ډګر او هغو چورلکو چې د طالبانو د ترهګرې ډلې تفنګچیان یې لېږدول، توغندیز بریدونه ترسره کړي دي.
د ازادۍ جبهې مبارزینو د دښمن د مفرزو په اړه د استخباراتي اشرافو پر بنسټ، د کندز په پوځي هوايي ډګر کې پر هغو ترهګرو طالبانو هدفمند توغندیز بریدونه کړي چې د بدخشان ولایت پر لور د اعزام په حال کې وو.
د دغو بریدونو په پایله کې دې ډلې ته درانه تلفات او زیانونه اوښتي دي، خو تر اوسه د دښمن د وژل شویو او ټپیانو دقیق شمېر نه دی معلوم.
طالبانو په وروستیو ورځو کې د ازادۍ جبهې تر نفوذ لاندې سیمو ته اکمالات او د ځواکونو اعزام زیات کړی دی

