
په پروان کې طالبانو ته څلور (۴) کسیزه مرګژوبله

د افغانستان د ازادۍ جبهې مبارزینو د پنجشنبې په ماښام، د ۱۴۰۴ لمریز کال د دلو په ۱۶مه، شاوخوا د ماښام په ۶:۰۰ بجو، د پروان ولایت مرکز چاریکار ښار کې د طالبانو د ترهګرو د جلب او جذب پر قرارګاه چریکي برید کړی دی.
د یاد برید په پایله کې دوه (۲) تنه طالب ترهګر وژل شوي او دوه (۲) نور د دې جنایتکارې ډلې ملیشې ټپیان شوي دي.
د یاد برید پر مهال د ازادۍ جبهې مبارزینو ته کوم زیان نه دی اوښتی.



