
د ننګرهار–کونړ پر لویه لاره د طالبانو ۵ کسانو ته مرګژوبله واوښته

د افغانستان د ازادۍ جبهې مبارزینو د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې د ۳مې نېټې، د چهارشنبې شپې شاوخوا ۱۲:۲۵ بجې، د ننګرهار ولایت د شیوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د جلالآباد–کونړ پر لویه لاره د طالبانو پر یوې پوستې هدفمند برید ترسره کړ.
د دغه برید په پایله کې د طالبانو ۳ غړي وژل شوي او د دې ډلې ۲ نور غړي سخت ټپیان شوي دي.
د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د ازادۍ جبهې د چریکي بریدونو څپې د دښمن وارخطایي او ګډوډي زیاته کړې ده

