د بغلان په پلخمري کې د ۳ طالبانو مرګ ژوبله
![](https://af-freedomfront.com/wp-content/uploads/2024/04/لوگوی-خبر-2-555x312.jpg)
تېره شپه ۹:۱۰ بجې، د ۱۴۰۳ لمریز کال وری/ حمل میاشتې پر ۲۷مه، د افغانستان د ازادۍ جبهې چریکیانو پلخمري ښار کې د بغلان ولایت امنیه قوماندانۍ پر حمایوي پوسته برید وکړ، چې په نتیجه کې یې یاده پوسته کې مېشت یو اشغالګر طالب ووژل شو او د دې ظالمې ډلې دوه تنه ملېشه غړي یې ټپیان کړل. په دې برید کې د ازادۍ جبهې چریکیانو ته هېڅ ډول زیان نه دی رسېدلی.